اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي بايد پاکستان او من??ول??ا تجارت، سرمایه كارۍ،اولسي رابطو او مواصلاتي رابطو ته پام لرنه كولو سره په شريكه توګه د مرستې نوې لارې ولټوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري ??وې اعلاميې له مخې وزیراعظم سره د شنګھائي مرستې تنظیم (اېس سي او) مشرانو غونډي لپاره راغلي د من??ول??ا وزیراعظم او یون اردین لویسنائی د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د من??ول??ا وزیراعظم هركلي كولو سره ووئيل د هغه دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريك احترام، خیر سګالۍ او ورورولۍ اړ??كو په تاریخ كښې يو نوے باب دے۔ده د من??ول??ا په بيا وزیراعظم ټاكلې كيدو هغه له مباركي وركړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكې مرستې لا قوي كولو له ئې په ګډه د كار كولو خواهش څرګند كړو۔ وزیراعظم تجویز وركړو چې پاکستان او من??ول??ا له تجارت، سرمایه كارۍ،اولسي رابطو او مواصلاتي رابطو ته پام لرنه كولو سره په شريكه توګه د مرستې نوې لارې لټول پكار دي۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د من??ول??ا سول سرونټس ته د پاکستان تربیتی ادارو كښې د تربيې وړانديز هم وكړو۔د من??ول??ا وزیراعظم د شنګھائي مرستې تنظیم مشرانو په كاميابه غونډه كولو وزیراعظم محمد شهباز شریف له مباركي وركړه او اېس سي او سی ایچ جي د چیئر په توګه يې د پاکستان قائدانه کردار وستائېلو۔ ده د واړو هېوادونو ترمينځه شر??كو هڅو او د مرستې د لارې قوي او نزدې دوه اړخيزه اړ??كو له خپل خواهش څرګند كړو ۔ دواړو لارښودو د تجارت، سېلګرۍ، زراعت او کان کنی په څانګو كښې مرستې زياتولو له شريك وزارتی کمېشن جوړولو ته اتفاق وكړو ۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه پارلیماني اړ??كو ته پراختيا وركولو لپاره د بین-الپارلیماني یونین جوړولو ته هم صلاح يوه شوه ۔ د ملاقات په موقع د من??ول??ا وزیرِاعظم او یون اردین لویسنا ئی په وزیرِاعظم هاؤس كښې يو بوتے هم نال كړو۔
Nguồn bài viết : Spribe Điện Tử